طالبانو ته سر خلاصۍ لیک
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

 
قدرمنو وطندارانو افغان طالبانو سلامونه درته وړاندې کوم ، هیله ده په دیر تدبیر او ځغم سره زما دغه لیک د زړه په سترګو او ژبه ولونۍ او ورنه د ځان او راتلونکي افغانستان له پاره خپله سیاسي مشې تعین کړۍ ، زما په سابقه او ګذشته پسې مه ګرزۍ ، هر هغه څه چې زه تاسې ته لیکم د یوه ډیر با احساسه او یوه ډیر دردمن افغان په حیث تاسې ته د تاسې  ویب سایت له لارې واقعیتونه بیانوم یقین لرم بل څوک تاسې ته رشتیا او حقایق نه لیکي ، خو زما دیوې خوانه د افغانستان په عامو خلکو زړه سوزي او هم می د تاسې په هغو بیسیواده او ماغزو منځل شویو طالبانو چې هره ورځ تلفات ویني هم  زړه خوژیژي له همدی خاطره دغه لاندې ټکې د خپل سیاسي پروګرام یوه برخه وګرزوۍ او عمل ور باندې وکړۍ .
۱ - تاسې باید د افغانستان نوم کوم چې په قانون کې ذکر شوي ( جمهوری اسلامی افغانستان قبول کړۍ او اساي قانو قبول کړۍ  ) دوهم نوم په یوه هیواد کې ځای نه لري او بل نوم ور باندې ایږدۍ معني ېې دیوه جلاوطن افغانستان حکومت منعی ورکوي چې د افغانستان ۹۸ ٪ خلک در سره مخالف دی او بل نوم د امارت په نامه نه پیژني ، او هر هغه عربي هیواد یا پاکستان -ایران چې په تاسې دیکټات تحمیلوی لطفا دهغو نه ځانونه خلاص کړۍ .
۲ - تاسې باید د تیرو کړو وړو نه ډیر لوی عبرت او درس واخلۍ ، نن د افغانستان اکثریت خلک مخصوصا ځوانان د قرون اولي ژوند نه خوښوي ، کوم چې هلته د ( تلویزیون - فلم - سینما - تیاتر - موزیک - د ښځو ازادی - د نجونو تګ مکتبو ته - ویدیو فلمونه - او په پارکو او تفریح ځایو کې میلې ) مخه ونیسۍ هیڅوک ېې نه در سره مني ،دین او اسلام هر سړۍ باید په خپل زړه کې وساتۍ ( نن وهابیان - سلفیان - القاعده - وغیره ) طروق  په دین کې نوي کول یا منځ ته راوړل دیوه سره د حنفی (امام اعظم ) له دساتیرو سره مخالفت  ګني او سرغړونه شمیرل کیژي .
۳- جنګ - انتحاری - تهدیدونه - دخلکو اندامونه غوڅول - خلک په کوتکو او دورو یا لښتو وهل او یا چانماری کول د یوه سره د تاسې په مقابل کې د افغانستان د عامو خلکو کرکه او نفرت زیاتوی او دغه کارونه په تاسې د تاسې دشمنان قصدا عملي کوي تر څو تاسې د خلکو په اذهانو کې ډیر عقبګرا او مرتجع او وطن فروش کسان معرفی کا .
۴ - د تاسې له پاره بهترینه ګزینه یا انتخاب زما په نظر د تاسې د باسیواده ( چیز فهمه - عالمانو - طالب العلمانو - او تحصیل کرده کسانو ګډون په را تلونکي دولت کې د تاسې د راتلونکي ( حزب - جنبش- نهضت - امارت ) له پاره ډیر اړین بولم ځکه که تاسې د راتلونکې دولت سره همکاری اعلان کړۍ او اقلا ۵ وزارتونه تر لاسه کړۍ او هلته د تاسې اداره ځانونه د یوې سالمی او پاکې حکومت دارۍ نه برخورداره وښي خلک به په راتلونکي انتخاباتو کې د تاسې د نماینده نه اطاعت وکا او رایه به درکا چې راتلونکۍ جمهور ریس د طالبانو یو تعلیم یافته او سیاست پوه ملاه انتخاب شي .
۵ - ډیره مهمه او اړینه خبره د افغانستان د خلکو د اطمنان او باور راجلبولو نسبت ځان ته داده چې تاسې په عملي او مفکوروي ډول د  افغانستان له تاریخی دشمنانو سره ( پاکستان - ایران - عربانو ) سره هر اړخیزه مناسبات قطع کړۍ او نور اجازه ور نه کړۍ چې د تاسې نه د ( ارزانه وسلې او مفتی وسیلې ) په حیث زموږ دخلکو په ترورولو او دهیواد په تخریبولو کې استفاده ونه کړي ، ځکه دغه دشمن هیوادونه نه غواړي افغانستان ازاد - مترقی- غوړیدلۍ - پرمخ تللۍ او د یوه مستقل هیواد همیشه نۍ هویت ولري او وساتی .
۶ - د نړي هیوادونه یو له بله سره رنګ - رنګ علایق - مناسبات - او اړیکې لرې هیڅوک په تنهایی سره خپل هیواد د ترقۍ لوړو برجو ته نه شي رسولای ، موږ ته ضرور ده چې ډیر مطمن - قوی - وفادار- د ( اقتصادی او نظامی ) لحاظه دنړۍ سردمداران هیوادونه لکه امریکا او نور غربي هیوادونو سره  ډیرې نژدې اړیکې ولرو ، بیدون له سرمایه دارو غربی هیوادو نه د افغانستان خلک خپل برخلیک ته نه شي رسیدلای .
۷ - ښځه په افغانستان کې زموږ د نفوس نیماي برخه جوړوي ، او که موږ عقل ولرو او ددغو لوی نفوس نه د وطن په ابادۍ - ترقۍ او تعلیم او تربیه او معارف او صحت عامه - سپکو صنایعوپه تولیدانو کې اعظمی استفاده وکړۍ ، دا کار هغه وخت عملي کیدلای شي چې تاسې د ښځو په وړاندې د خپل همیشني تهدید امیز او تحقیر امیز سیاست نه صرف نظر وکړۍ او د افغانستان ښځو ته د اسلام په رڼا کې د مساوی حقوقو ونډه ورکړۍ .
۸ - د خلکو ویش په قومی لحاظ - سمتي لحاظ - ایدیالوژيکي لحاظ - لساني لحاظ   ( طالبان - اخوانیان - سلفیان - وهابیان - کمونستان ) د یوه سره دغو اصطلاحاتو ته په پراخه دید او نظر و ګورۍ او پریږدې ( بیر کله او بیر خیال ) هر څوک په هره لاره چې خوښ وې خپل ژوند ته ادامه ورکړي ، او یو انسان د بل انسان د کار - عقیدی - فکر - لباس - ګیرې - بیدون له ګیرې سره مخالفت ونه شودل شي ، یعنی ټول خلک د ژوند کولو حق لري بهترین انسان هغه دی چې خپل همنوع ته خیانت ونه کا - ورباندې ظلم ونه کا - تهدید ېې نه کا او غرض ورسره ونه کا .
۹ - د تاسې له پاره بهترین مشاورین د تاسې زامن - د تاسې خپلوان - دتاسې وطنداران ( افغانان ) دي چې په نظامی برخه او سیاست کې تحصیلات ولري او تخصص ولری او تجربه ولري او لیکوالان وي ، دیپلوماتان وې ضرور دی تر څو د څو کالو له پاره تاسې ته تمرین - تریننګ - زده کړي او خپل تجارب در انتقال کړې حتمی او ضروری بولم بیا وروسته له څو کالو تاسې کولای شۍ په خپلو پښو ودریژۍ او د هیواد رهبري په لاس کې واخلۍ ، دغه کار د تاسې په هوشیارۍ او تحمل پذیرۍ او برده بارۍ پورې اړه لري .
ډیر نور شیان هم شته دی چې که ضرورت وو زه په خدمت کې یم ( اول ېې زده کړۍ بیا ېې کوزده کړۍ ) او ترکاني دبیزو کار نه دی ځکه دولت داری ( سیاست - اقتصاد - نظامی زده کړې - ساینس او اجتماعی روابط او فرهنګي) اړیکې دی او تاسې دغه یو هم نه دی لوستۍ ، په شرعیاتو او صرفه میر او فقه کې حکومت داری نه ده لیکل شوې .    





November 21st, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها